الله ج ته خوښ کلام!
ليکوال: ع حماد
څانګه: تعلیم القران راډیو ژوندی نشرات
نېټه: December 5, 2015

الله ج ته خوښ کلام!

الله جل جلاله د هر بنده سره زیات احسانونه کړي دي دا زما پوره باور دئ خو زه چي خپل ژوند وګورم دالله جل جلاله احسانونه پر ما بیخي زیات دي ځکه نو دا خبره ما پر ځان لازمه کړې ده چي زه څومره پوهیږم په هغه اندازه به دالله جل جلاله ټول احکام عملي کوم خو ما ته یوه داسي وینا را وښيه چي الله جل جلاله ډېره محبت ورسره لري زه به زیات وخت هغه وینا وایم او دثبوت لپاره یې یو حدیث هم راته ولیکه ، ډېره بخښه غواړم ستاسو پرخبره مي پوره اعتماد دئ خو زه وایم ښه دئ هغه حدیث به هم زده کړم.

سائل:

صدیق الله                                                                                                                                                 

الجواب  بعون الملهم الوهاب:

لاندي کلمه الله جل جلاله ډېره محبوبه ده.

سُبْحَانَ اللّهِ وَبِحَمْدِهِ

او دثبوت لپاره یې حدیث په لاندي ډول دئ سره دحوالې دئ:

عَنْ أَبِي ذَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللّهِ : «أَلاَ أُخْبِرُكَ بِأَحَبِّ الْكَلاَمِ إِلَى اللّهِ؟» قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللّهِ أَخْبِرْنِي بِأَحَبِّ الْكَلاَمِ إلى الله. فَقَالَ « إِنَّ أَحَبَّ الْكَلاَمِ إِلَى اللّهِ، سُبْحَانَ اللّهِ وَبِحَمْدِهِ» رواه مسلم( 6876) ،أحمد(21047) 5- رواه مسلم( 6875) ، رواه الترمذي( 3593) أحمد(20941)

الجواب صحیح

ع حماد، حمادیه مدرسه ، ۲۴ \صفر المظفر\۱۴۳۷

   
پر فېسبوک شريکول    
ستاسې تبصره
نوم:
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ١٥ تورو زيات دى.
برېښناليک:
يو برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک باوري نه دى.دغه برېښناليک تر ٣٠ تورو زيات دى.
تبصره:
 يوه تبصره خامخا وليکئ.دغه تبصره تر ١٠٠٠ تورو زياته ده.
کوډ: