د وخت په تېرېدو سره دمیراث حق ساقطیږي؟
ليکوال: ع حماد
څانګه: دارالافتاء معاملات
نېټه: December 1, 2015

د وخت په تېرېدو سره دمیراث حق ساقطیږي؟

زما دماماګانو څخه یو کال مخکي ما کومک وغوښتی دوی راته وویل چي یو کال راته انتظار وکړه تر یوه کال وروسته زه تاسو ته دخپلي مور حق درکوم،یو کال وروسته چي ورغلم ماماګانو راته وویل: ستا دمور حق نسته زه هم ولاړم بیا مي پوښتنه وکړه علماوو راته وویل: چي که ستا مور حق نه وي اخستی او بخښلی یې نه وي نو ستا دمور حق سته ، بیا ورغلم دوهم ځل دوی راته وویل: موږ پوښتنه د ملایانو څخه کړې ده هغوی راته ویلي دي چي څوک مړ سي بیا دمیراث حق نه لري ځکه نو ستا حق نسته  ستا مور په خپل ژوند کي دعوه نه ده کړې ، څوک چي په ژوند کي دعوه ونه کړي تر مرګ وروسته په میراث کي حق نه لري.

اوس زما پوښتنه داده چي رشتیا هم زما دمور په وفات سره ددې حق له منځه ولاړی موږ حق نه پکښي لرو او که زما دمور حق تللی وي زه نوره دعوه نه کوم او که مي حق وي غواړم یې تاسو ماته شرعي جواب راکړئ.

سائل:

فیدا محمد، سیدانو قلعجه، ارغنداب ، قندهار.

الجواب بعون الملهم الوهاب:

په دې شرط که سوال صحیح وي نو جواب دادئ چي دوخت په تېرېدو او د وارث په وفات سره دحقدار حق له منځه نه ځي ستا مور حقداره وه که یې حق اخستي نه وی او یا یې بخښلی نه وي ستا دمور په وفات سره یې حق له منځه نه ځي کله چي ستا مور وفات سوه اوس ستاسو دمور تاسو وارثان یاست دمور حق تاسو ته رسیږي.

کما في السراجي:

ولو صار بعض الانصباء میراثا قبل القسمة... وعلی هامشه: یعنی لومات بعض ذوی الانصباء قبل القسمة و صار نصیبه میراثا لورثته... السراج:۳۲

فیعلم صراحة ان لایسقط حق الوارث بوفاته بل صار میراثا لورثته.

و کما في شرح المجلة الاحکام لخالد اتاسی: لایسقط الحق بتقادم الزمان.المادة:۴\۱۸۹\ المادة:۱۶۷۴

ثم اعلم أن عدم سماع الدعوى بعد مضي ثلاثين سنة أو بعد الإطلاع على التصرف ليس مبنيا على بطلان الحق في ذلك وإنما هو مجرد منع للقضاة عن سماع الدعوى مع بقاء الحق لصاحبه حتى لو أقر به الخصم يلزمه ولو كان ذلك حكما ببطلانه لم يلزمه ويدل على ما قلناه تعليلهم للمنع بقطع التزوير والحيل كما مر. حاشیة ردمحتار:۷\۴۸۷\ ط: المکتبة الشاملة.

والله اعلم

الجواب صحیح

عبدالهادي حماد (المفتي) ۱۶ صفر المظفر ۱۴۳۷ هـ ق

   
پر فېسبوک شريکول    
ستاسې تبصره
نوم:
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ١٥ تورو زيات دى.
برېښناليک:
يو برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک باوري نه دى.دغه برېښناليک تر ٣٠ تورو زيات دى.
تبصره:
 يوه تبصره خامخا وليکئ.دغه تبصره تر ١٠٠٠ تورو زياته ده.
کوډ: