دلنګوټې آداب کوم دي؟
ليکوال: مفتي حماد
څانګه: تعلیم القران راډیو ژوندی نشرات
نېټه: November 25, 2015

دلنګوټې آداب کوم دي؟

ما یوه ورځ لنګوټه خلاصه کړه په مجلس کي چا راته وویل: تا دلنګوټې سره بې ادبي وکړه زه په بې ادبۍ پوه نه سوم ځکه مي اوس تاسو تاسو ته مکتوب در واستوی چي دلنګوټې اړونده تمام اداب رواستوي.

سائل :

نجیب الله، چوڼۍ، قندهار

الجواب بعون الملهم الوهاب:

مولوي احمد شاکر رحمه الله په خپل کتاب (دلنګوټې فضائل او مسائل) کي لاندي آداب رانقل کړي دي:

  1. په ولاړه باندي لنګوټه تړل او په ناسته باندي پرتوګ اغوستل ښه کار دئ بلکي په ځينو کتابو کي ليکي چي په ولاړه پرتوګ اغوستل او په ناسته لنګوټه تړل هېره زياتوي([1]).
  2. کله چي يو سړى لنګوټه خلاصوي نو دا مناسبه نه ده چي ټول په يوه وار خلاصه کړي او پر مځکه ئې وغورځوي ځکه دا د لنګوټې بې عزتي او سپکاوى دئ بلکي څرنګه چي ئې ول پر ول تړلې وي پر هغه طريقه ئې بايد ول پر ول خلاصه کړي([2]).
  3. لنګوټه بايد په داسي طريقه سره وتړل سي چي بيا په اساني سره خلاصه نه سي ځکه نبي 6 به هم په داسي طريقه لنګوټه تړلې وه چي په اساني سره به نه خلاصېده([3]).
  4. په راسته لاس به ئې تړي او د راسته طرفه څخه به ئې شروع کوي او پر چپه طرف به ئې ور اړوي([4]).
  5. تر لنګوټې تړلو وروسته بايد په هينداره کي وګوري او لنګوټه به پکښي سم کړي([5]).
  6. لنګوټه بايد تل پر سر کړئ په ځانګړي ډول د جمعې په ورځ ورته خاصه پاملرنه کوئ([6]).
  7. هر رنګه لنګوټه پر سر کول صحي دي مګر د اقامت په حالت کي سپينه او په سفر کي توره لنګوټه ډېره غوره دي([7]).
  8. شمله بايد د دواړو اوږو تر منځ پرېږدي([8]).
  9. شمله بايد دومره اندازه اوږده نه سي چي تر شرعي حد تېره سي ځکه دا اسراف دئ او که په طريقه د تکبر وه بيا حرام دي([9]).

ع حماد\حمادیه مدرسه\۱۳ \ صفر المظفر\۱۴۳۷



([1])  فعليک ان تسرول قاعداً تتعمم قائماً [مدخل: ج ١، ص ١٤١]. ان التعميم قاعداً و التسرول قائماً يورث النسيان [غذالالباب: ج ٢، ص ١٩٧].

([2])  فلا ينبغى ان يرفعها من الراس و يلقيها على الارض دفعة واحدة لکن ينقضها کما لفها لانه هکذا فعل رسول الله 3 بعمامة عبدالرحمن بن عوف لما فيه اهانتها [غذالالباب: ج ٢ ص ١٩٧]. من اراد ان يجدد اللف للعمامة ينبغى له ان ينقضها کوراکورا فان ذلک احسن من رفعها عن الراس و القائها فى الارض دفعة واحده [ردالمحتار: ج ٦، ص ٧٥٥].

([3])  عن انس بن مالک S قال رايت رسول الله 3 يتوضا و عليه عمامة قطرية فادخل يده من تحت العمامة فمسح مقدم راسه فلم ينقض العمامة [ابو داود: ج ١، ص ٥٦، باب المسح على العمامة].

([4])  کان يحب التيمن ما استطاع [بخارى: ج ٢، ٨١٠].

([5])  و ينظر فى المراة و يستوى عمامة [قرطبي: ج ٢، ١٩٦].

([6])  په اسلام کي ټولنيز آداب: ص ١٨٦.

([7])  په اسلام کي ټولنيز آداب: ص ١٨٦.

([8])  په اسلام کي ټولنيز آداب: ص ١٨٦.

([9])  په اسلام کي ټولنيز آداب: ص ١٨٦.

   
پر فېسبوک شريکول    
ستاسې تبصره
نوم:
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ١٥ تورو زيات دى.
برېښناليک:
يو برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک باوري نه دى.دغه برېښناليک تر ٣٠ تورو زيات دى.
تبصره:
 يوه تبصره خامخا وليکئ.دغه تبصره تر ١٠٠٠ تورو زياته ده.
کوډ: