درنګ ناخون سره لمونځ صحیح دئ؟
ليکوال: مفتي حماد
څانګه: ورځنۍ چاري
نېټه: November 18, 2015

درنګ ناخون سره لمونځ صحیح دئ؟

دلته زموږ په کور کي یو ښځي  پوښتنه وکړه چي یوه ورځ مي رنګ ناخون پر نوکانو لګېدلی وو، پام مي نه وو چي اودس مي تازه کړ بیا مي لمونځ وکړ، دغه ښځه وايي چي زما اودس صحیح دئ او که یا؟ که مي اودس صحیح سوی وي نو لمونځ خو به مي صحیح سوی وي او که مي اودس صحیح سوی نه وي نو بیا خو مي لمونځ هم صحیح سوی نه دئ.

سائل:

شریف الله، خوشحال مېنه.

الجواب بعون الملهم الوهاب:

درنګ ناخون به وجود کي دلاس ټولو حصو ته اوبه نه رسیږي کله چي دلاس ټولو حصو ته اوبه ونه رسیږي نو اودس نه دئ صحیح کله چي اودس صحیح نه سو نو لمونځ هم صحیح نه سو ځکه نو دغه لمونځ بېرته راګرځېدل غواړي. ښه خبره داده چي د ټولو هغو شیانو داستعمال څخه ځان وساتل سي کوم چي دمسلمانان د ورځني عباداتو لپاره نقصان پیښوي.

«‌ولا یمنع ونیم ...في ‌الأصح بخلاف نحو عجين ولا یمنع ما علی ظفر صبا‌غ ولا طعا‌م بین اسنانه‌ أو فی سنه الـمجوف به یفتی‌، وقیل ‌ان صلباً منع وهو الأصح‌».

و فی الرد:

«(‌قوله، هو الاصح‌) صرح به فی شرح الـمنیة وقال لامتنا‌ع نفوذ الـما‌ء مع عدم الضرورة والحرج ‌اه ولا یخفی‌ ان هذا التصحیح لا ینا‌فی ما قبله فا‌فهم»‌. [رد الـمحتار: 1/114].

و في الهندیه‌:

«‌والعجین في الظفر یمنع تمام الاغتسا‌ل والوسخ والدرن لا یمنع والقروی والـمدني سواء والتراب والطین في ‌الظفر لا یمنع والصرام والصبا‌غ ما في ظفرهما یمنع تما‌م الاغتسا‌ل»‌. [الهندية: 1/13].

والله أعلم با‌لصواب

ع حماد\ حمادیه مدرسه، قندهار۶ صفر  المظفر، ۱۴۳۷

   
پر فېسبوک شريکول    
ستاسې تبصره
نوم:
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ١٥ تورو زيات دى.
برېښناليک:
يو برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک باوري نه دى.دغه برېښناليک تر ٣٠ تورو زيات دى.
تبصره:
 يوه تبصره خامخا وليکئ.دغه تبصره تر ١٠٠٠ تورو زياته ده.
کوډ: