خالونه ايښوول جایز دي؟
ليکوال: مفتي حماد
څانګه: ورځنۍ چاري
نېټه: November 17, 2015

خالونه ايښول جایز دي؟ بېرته یې په تیزابو لیري کول جایز دي؟

یو وخت نه پوهېدم نورو ځوانانو خالونه ایښوول ما هم په خالونو باندي پر لاس سپوږمۍ او ستوري ولیکئ اوس مي واورېدل چي سخته ګناه لري ایا دغه خبره رشتیا ده او که یا؟ که رشتیا وي نو بیا یې په تیزابو ایسته کول جایز دي او که یا؟

سائل:

ګل محمد، کویټه پاکستان

الجواب بعون الملهم الوهاب:

خال د زینت لپاره ايښوول حرام دي بلکي رسول الله صلی الله علیه وسلم پر خال ایښوونکي او پر هغه چي خال ایږدي پر دواړو لعنت ویلی دئ.

البته که چا خال په ناپوهۍ ایښي وي نو باید لیري یې کړي او که یې په ایسته کولو کي نقصان رسېدئ یعني د بدن کوم غړۍ تلفېدئ یا دفعالیته لوېدئ بیا یې ایسته کول لازمي نه دي صرف توبه دي وباسي.

وعن ابن مسعود - رضي الله عنه - قال : لَعَنَ اللهُ الوَاشِمَاتِ والمُسْتَوشِمَاتِ وَالمُتَنَمِّصَاتِ ، والمُتَفَلِّجَاتِ لِلْحُسْنِ ، المُغَيِّرَاتِ خَلْقَ الله ، فَقَالَتْ لَهُ امْرَأَةٌ في ذَلِكَ فَقَالَ : وَمَا لِي لاَ ألْعَنُ مَنْ لَعَنَهُ رَسُولُ اللهِ - صلى الله عليه وسلم - ، وَهُوَ فِي كِتَابِ اللهِ ؟ قالَ اللهُ تعالى : { وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا } [ سورة الحشر : 7 ] أخرجه : البخاري 6/184 (4886) ، ومسلم 6/166 (2125) (120) ..

وفی المرقاة وهي تعم الرجال والمراة. مرقاة:۸\۲۹۵

قوله الواشمات جمع واشمة من الوشم وهو غرز إبرة أو مسلة ونحوهما في ظهر الكف أو المعصم أو الشفة وغير ذلك من بدن المرأة حتى يسيل منه الدم ثم يحشى ذلك الموضع بكحل أو نورة أو نيلة ففاعل هذا واشم وواشمة والمفعول بها موشومة فإن طلبت فعل ذلك فهي مستوشمة وهو حرام على الفاعل والمفعول بها باختيارها والطالبة له فإن فعل بطفلة فالإثم على الفاعلة لا على الطفلة لعدم تكليفها حينئذوقال النووي قال أصحابنا الموضع الذي وشم يصير نجسا فإن أمكن إزالته بالعلاج وجبت إزالته وإن لم يمكن إلا بجرح فإن خاف منه التلف أو فوات عضو أو منفعة عضو أو شيئا فاحشا في عضو ظاهر لم تجب إزالته وإذا تاب لم يبق عليه إثم وإن لم يخف شيئا من ذلك ونحوه لزمه إزالته ويعصى بتأخيره وسواء في هذا كله الرجل والمرأة.

عمدة القاري:۲۸\۳۵۰

ع حماد\ حمادیه مدرسه، قندهار۲۹ محرم الحرام، ۱۴۳۷

   
پر فېسبوک شريکول    
ستاسې تبصره
نوم:
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ١٥ تورو زيات دى.
برېښناليک:
يو برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک باوري نه دى.دغه برېښناليک تر ٣٠ تورو زيات دى.
تبصره:
 يوه تبصره خامخا وليکئ.دغه تبصره تر ١٠٠٠ تورو زياته ده.
کوډ: