ډېره مننه! ستاسې تبصره ولېږل سوه او تر کتلو وروسته به پر ليکه سي.
انسان په نېک عمل پر نورو لوړيږي
ليکوال: مفتي حماد
څانګه: تعلیم القران راډیو ژوندی نشرات
نېټه: April 15, 2015

اَنَّ رَسُوْلَ اللهِ t قَالَ لَهُ اِنَّكَ لَسْتَ بِخَيْرٍ مِّنْ اَحْمَرَ وَلاَ اَسْوَدَ اِلاَّ اَنْ تَفْضُلَهُ بِتَقْوٰى. مشكوة ج ۲ صـ ۴۴۳.

نبي كريم r و ابوذرغفاريt ته وفرمايل چي ته نه يې بهتره پر سره رنګ والا(انسان) باندي او نه پر تور رنګ والا (انسان) باندي ،مګر دا چي ته بهتري پيداكړې (پر بل انسان باندي) په تقوا سره .

تشريح : په حديث مقدسه كي يو قانون ذكر دى چي دانسان فضيلت پر ظاهري شكل وصورت باندي نه دى بلكه د فضيلت مدار پر ديني اخلاقو،عمل صالح او تقوا سره دى ، په يو حديث [1] كي ذكر دي چي عمل صالح او تقوى نه لري په نسب سره مخته نسي تللاى چي فلان سيد دى، فلان قريشي دي، البته وروسته تر عمل صالح او تقوى بيا په نسب سره ډير مخته ځي ځكه چي بنياد يې طلايې دى .

د تقوى درې مرتبې دي :

(۱) كمه مرتبه دتقوا داده چي د كفر او شرك څخه ځان وساتي .

(۲) ميانه مرتبه د تقوى داده چي دګناه څخه دمنهياتو څخه د شريعت مقدسه ځان ساتي .

(۳) اعلى او افضله مرتبه د تقوى داده چي د ذات الهي جل وعلا سره هميشه حضور لري . او دغير الله څخه فارغه وي يعني فكر يې په غير الله سره نه وي بند .



[1]   مشكوة ج ۱ صـ ۲۲.

   
پر فېسبوک شريکول    
ستاسې تبصره
نوم:
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ١٥ تورو زيات دى.
برېښناليک:
يو برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک باوري نه دى.دغه برېښناليک تر ٣٠ تورو زيات دى.
تبصره:
 يوه تبصره خامخا وليکئ.دغه تبصره تر ١٠٠٠ تورو زياته ده.
کوډ: